ترکیې له بریتانیا سره د ۲۰ ټایفون جنګي الوتکو د پېرلو ۱۰.۷ میلیارده ډالري تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۴ل)
ترکیې د خپل هوايي ځواک د عصري کولو په موخه له بریتانیا سره د ۲۰ جنګي ټایفون الوتکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ، چې ارزښت یې ۱۰.۷ میلیارده ډالر دی.
دا تړون په انقره کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بریتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر تر منځ وشو. ټاکل شوې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه په ۲۰۳۰ کال کې ترکیې ته ورسېږي.
دا تړون د بریتانیا په وروستیو کلونو کې د جنګي الوتکو د پلور تر ټولو ستر قرارداد بلل شوی.
ترکیه د دغو الوتکو له لارې د خپل هوايي دفاعي سیستم پیاوړتیا غواړي او په ځانګړي ډول د ایران او سوریې د وضعیت په اړه اندېښمنه ده.
ولسمشر اردوغان څرګنده کړې چې له بریتانیا سره دا همکاري به د دفاعي صنعت په برخه کې د ګډو پروژو لپاره نوې دروازې پرانیزي.



