د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا او اتم نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان د روغتیا وزیر په رسمي بلنه له خپل مل پلاوي سره دغه هېواد ته رسمي سفر وکړ.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، تجربو د شریکولو او د ګډو هڅو د پراختیا لپاره ترسره کېږي.

روغتيا وزارت وايي، په سفر کې به ښاغلي جلالي د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر، د ګېټس بنسټ، ایمرو ادارې او د ملک سلمان د خیریه بنسټ له استازو سره جلا جلا کتنې ولري او د روغتیايي پروژو د همغږۍ پر موضوع خبرې اترې وکړي.

همداراز، وزیر جلالي به د اتم نړیوال روغتیايي نندارتون په مراسمو کې ګډون وکړي، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د روغتیایي سکتور متخصصین، د خیریه بنسټونو استازي او د نړیوالو سازمانونو غړي پکې برخه اخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button