افغانستان او قزاقستان د ۳۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګریزو همکاریو تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۴ل)

د قزاقستان د شیمکنت ښار کې د افغان–قزاق سوداګریزې مجمعې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر سوداګرو او پانګه‌والو تر منځ د ۳۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ جلا تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول. دا تړونونه د تېلو، اوړو، غنمو، خوراکي توکو، ترانسپورت، د صابون او ماکاروني تولید، او ګډو پانګونو په برخو کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دغه غونډه کې وویل، چې افغانستان د اوسني ثبات او د پانګه‌والو لپاره د برابر شوو آسانتیاوو له امله د سیمې له خصوصي سکتورونو سره د پراخو اقتصادي همکاریو ته چمتو دی.
د قزاقستان چارواکو د افغان پلاوي هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د ترانسپورت، سوداګرۍ او د سوداګرو د تګ راتګ زمینه نوره هم آسانه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button