د اسرائيلو د اوربند ماتولو سره هممهاله په رفح کې وسله وال برید له امله یو اسرائیلي عسکر وژل شوی

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۴ل)
اسرائیلي پوځ ويلي، چې یو ۳۷ کلن ریزرف عسکر د رفح ښار په ختیځه برخه کې د سهشنبې په مازدیګر د وسلهوالو د برید له امله وژل شوی دی. پوځ ویلي، دغه عسکر د درنو وسايطو چلوونکی و، چې د لویدیځې غاړې د «نیریا» په استوګنځي کې اوسېده.
د پوځ د لومړني تحقیقاتو له مخې، عسکر هغه مهال وژل شوی، چې د رفح د «الجنینه» په سیمه کې د پوځ پر یوې قطعې د “آر. بي. جي” توغندیو او د سنایپر ډزو برید وشو.
دغه بريد په داسې حال کې شوې، چې د سهشنبې په ماذيګر د ياد بريد نه څو شيبې وړاندې اسرائیلي الوتکو د غزې په بېلابېلو سيمو کې تازه بریدونه وکړل او اوربند يې مات کړ چې له امله يې شاوخوا څلویښت فلسطينيان شهيدان او لسګونه نور ټپيان شوي دي.



