د سوډان جګړه؛ چټک ملاتړ ځواکونو ۴۷ حکومتي سرتېري اعدام کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۴ل)

له سوډان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د چټک ملاتړ ځواکونو ۴۷ حکومتي سرتېري اعدام کړي دي.
د راپور له مخې، دا پېښه د “کوردوفان ایالت” د «بارا» ښار په سیمه کې شوې، چیرې چې د دغو ځواکونو غړو ۴۷ حکومتي سرتېري اعدام کړي دي.

په اعدام شویو کسانو کې ۹ میرمنې هم شاملې دي، او ویل کېږي د دې له امله وژل شوي، چې د سوډان پوځ ته یې جاسوسي کوله.

د بشري حقونو څارونکو سازمانونو دا پېښه د سوډان د روانې جګړې د بې‌رحمۍ او د بشري حقونو د ښکاره سرغړونې یو بل دردونکی مثال بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button