د ایران ولسمشر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د شخړې د حل لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۴ل)
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او هواري لپاره د همکارۍ وړاندیز کړی دی.
نوموړي دا څرګندونې پرون د اقتصادي همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره د لیدنې پر مهال کړي دي.
پزشکیان ویلي، اسلامي هېوادونه باید د سیمهییزو شخړو د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې یووالی وساتي. نوموړي ټینګار کړی، چې د کړکېچونو د پراختیا مخنیوی د سیمهییز ثبات لپاره اړین دی.
دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوي، چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې د څلورمې ورځې پر مهال هم له ځنډ او خنډ سره مخ دي.



