د غزې د بشري حقونو مرکز: اسراییلو د اوربند سرغړونه کړې او په بریدونو کې يې ۱۰۰ تنه شهیدان کړي‌

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۴ل)

د غزې د بشري حقونو مرکز د اسراییلو تازه هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي، چې د راپورونو له مخې په تېرو ۱۲ ساعتونو کې یې لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطینیان شهیدان کړي، چې له هغوی شاوخوا ۳۵ ماشومان دي.

ياد مرکز ویلي، دا بریدونه د اعلان شوي اوربند ښکاره او تکراري سرغړونه ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه حملې د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره نقض دی، او له نړيوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د پلټنې له کمېټې او د نړيوالې جنايي محکمې څخه غوښتنه شوې، څو دا بریدونه د روانو پلټنو له دوسیو سره يو ځای کړي او مسؤل کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د غزې د دفاع ملکي ادارې هم له نړيوالو بنسټونو غوښتي، چې د اوربند فوري عملي کېدو ترڅنګ دې د تیلو، درملو او ضروري تجهیزاتو د داخلېدو لپاره خوندي بشري لارې پرانیزي، څو د ژغورنې ډلې وکولای شي خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button