په وروستیو ورځو کې په ترکيه کې د قطر او ترکيې په منځګړتوب د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان د استازو ترمنځ خبرې ترسره شوې. د دغو خبرو موخه دا وه، چې دواړه هېوادونه د سرحدي شخړو او امنيتي لانجو پر یوه سیاسي حل موافق شي؛ داسې حل چې د زور او تاوتريخوالي پر ځای د تفاهم، منطق او همکارۍ پر بنسټ ولاړ وي. خو له بده مرغه، دغه مذاکرات د تمې خلاف بې نتیجې پای ته ورسېدل.
اسلامي امارت په بشپړ وضاحت سره ويلي، چې دوی د جګړې غوښتونکي نه دي او نه د شخړو د دوام اراده لري. د کابل دریځ روښانه دی: د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد و نه کارول شي، خو د خبرو د ناکامۍ مسئولیت پر هغه اړخ دی، چې داسې غوښتنې کوي چې نه د منلو وړ وې او نه قانوني توجیه لري. د پاکستان د پلاوي له لوري د دې غوښتنه چې ګواکې افغانستان دې د پاکستاني طالبانو د فعالیت مخه ونیسي، نه يوازې غیر عملي بلکې د يو خپلواک هېواد د ملي حاکميت سره ښکاره ټکر دی. د نړيوالو اصولو له مخې، هېڅ هېواد د بل هېواد د کورنیو ستونزو د حل مکلفیت نه لري.
همدغه غوښتنه د خبرو د اصلي ماتېدو ټکی و. سرچينې وايي چې آن منځګړي هېوادونه هم د دې غوښتنو له سختوالي حيران شوي وو. د پاکستان داخلي امنيتي چلښتونه او وسلهوالې ډلې د هغوی داخلي مسئله ده؛ نه افغانستان ته د لېږد او نه پر کابل د فشار لپاره د پلمې په توګه کارېدلی شي.
اوس پوښتنه دا ده: د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته د سيمې راتلونکی څه دی؟
د بېباورۍ لړۍ چې له کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه ده، که په شفافو او د منلو وړ میکانېزمونو حل نه شي، د سرحدي کړکېچ د پراخېدو خطر له هر وخت څخه ډېر دی. تجربې ښودلې چې چېرته چې منطق او ډیپلوماسۍ ځای پرېږدي، د تاوتریخوالي لمن پراخېږي.
د سوله ییزو اړیکو د رغېدو لپاره درې برخې مهمې دي:
۱. د یو بل حاکمیت ته درناوی: هېڅ یو هېواد دې د بل داخلي مسئلې د فشار وسیله نه کړي.
۲. واقعي او عملي غوښتنې: خبرې هغه وخت بریالۍ کېږي چې غوښتنې د منلو وړ او واقعي وي.
۳. د دوامداره خبرو بهیر: په شخړه کې د وقفو پر ځای، باید ثابته لاره، روښانه اجنډا او د باور جوړونې کړنلاره وي.
افغانستان له هر چا ښه پوهېږي چې جګړه څومره زيانونه لري، له همدې امله د اسلامي امارت ټینګار پر دې دی چې زموږ خاوره د نورو د جګړو په ډګر نه بدلېږي. له بلې خوا، پاکستان باید درک کړي چې د فشار سیاست او غیر واقعي غوښتنې نه د امنیت تضمین کوي او نه د اعتماد جوړونې ته لار پرانیزي.
د دې سیمې راتلونکی د وسلو په سیوري نه، بلکې د خبرو په مېز ټاکل کېږي. له دواړو لورو څخه تمه کېږي چې بیا خبرو ته ستانه شي، د یو بل مشروع اندېښنې واوري، او د سولې او تفاهم لاره ومومي.
















