د استانبول مذاکرات؛ افغان او پاکستاني پلاوي نن یوځل بیا خبرې کوي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۸ لړم ۱۴۰۴ل)
یوې باوري سرچینې “کابل ټکی کام” وېب پاڼې ته تائید کړه، چې د پاکستان مذاکراتي پلاوی، چې تمه وه اسلاماباد ته ستون شي، بېرته په استانبول ښار کې د خبرو اترو مېز ته راستون شوی او تمه ده نن یوځل بیا د دواړو لوریو ترمنځ خبرې پیل شي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ د ترکیې او قطر په منځګړیتوب ناستې دوام لري چې پکې دواړو خواوو خپلې طرحې او نظریات سره تبادله کړي دي.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپورونه ورکړي و،چې د پاکستان پلاوی له کومې پایلې پرته استانبول پرېښی ؛خو تازه راپورونه ښيي چې د خبرو اترو پروسه لا هم دوام لري.


