عبدالملک حوثي: صهیونیستي رژیم اوربند مات کړی، که مقاومت اجازه ورکړي یمني ځواکونه بریدونو ته چمتو دي

کابل ټکی کام (پنچشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر”سید عبدالملک بدرالدین حوثي ویلي، چې صهیونیستي رژیم د غزه کې اوربند مات کړی او په ځلونو یې د تړون موادو نقض کړي دي.
هغه زیاته کړې، که د فلسطیني مقاومت مشرتابه اجازه ورکړي، یمني ځواکونه هر وخت د صهیونیستي اهدافو پر ضد د بریدونو د بیا پیل لپاره بشپړ چمتوالی لري.
حوثي ټینګار کړی، چې یمن د فلسطیني ولس د ملاتړ په برخه کې له خپلې ژمنې نه ګرځي او که اړتیا وي، د تېرو بریدونو په څېر به بیا هم د اشغالګرو پر وړاندې خونړي بریدونه وکړي.


