د سوډان جګړه؛ د جټک غبرګون ځواکونو بریدونو کې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۴ل)

الجزیرې تلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې په سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو له لوري د فاشر ښار له نیولو وروسته، یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

راپورونه وایي، متحده عربي اماراتو دغو ملېشو ته پرمختللې وسلې، مهمات او توپونه ورکړي، چې له امله یې د دوی بریدونه پیاوړي شوي دي.

که څه هم امارات دا تورونه ردوي، خو د لیبیا، مصر او اروپا چارواکو د دغو وسلو د لېږد پخلی کړی دی.

د ویلو ده، چې له تېرو ۳ کلونو راهیسې د سوډان په روانه کورنۍ جګړه کې نږدې ۱۵۰ زره کسان وژل شوي او دغه هېواد د بشپړ سقوط له خطر سره مخ شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button