امریکا د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۴ل)

د اکانومیک ټایمز د راپور پر بنسټ، د امریکا متحده ایالاتو له هندوستان سره موافقه کړې، چې د ایران د چابهار بندر د بندیزونو معافیت یو ځل بیا تمدید کړي.

د دې پرېکړې له مخې به یاد معافیت د ۲۰۲۶ کال د لومړیو میاشتو پورې اعتبار ولري.

چابهار بندر، چې د ایران په سویل ختیځ کې موقعیت لري، هند ته دا ستراتیژیکه اسانتیا برابروي چې د پاکستان له خاورې د تېرېدو پرته له افغانستان، منځنۍ اسیا او ختیځې روسیې سره سوداګریزې اړیکې ټینګې وساتي.

دغه بندر د سیمې د ترانزیټ او اقتصاد لپاره مهمه پروژه ګڼل کېږي او د هند، افغانستان او منځنۍ اسیا د نښلولو مهمه تجارتي لاره ده.

ویل کېږي چې د دې معافیت تمدید به نه یوازې د سیمې د سوداګرۍ په پراختیا کې رول ولري، بلکې د بدیلو ټرانزیټي لارو لپاره به د سيمې د هيوادونو اوږدمهاله پلانونه هم پیاوړي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button