ذبيح الله مجاهد: د پاکستان سره د تفاهم لپاره د استانبول خبرې مثبتې وې، ډيپلوماسي د حل لار ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۹ لړم، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت پلاوي د ترکیې او قطر د وروڼو هېوادونو په غوښتنه او منځګړیتوب د پاکستاني لوري سره په استانبول کې څو ورځې خبرې وکړې، چې دا خبرې پای ته رسېدلې دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د دغه بهیر د منځګړیتوب او تسهیل په برخه کې له ترکیې جمهوریت او د قطر له دولت څخه مننه کوي.

مجاهد ویلي، اسلامي امارت له پیل څخه په ډيپلوماسۍ او تفاهم باور درلود، نو له همدې امله یې د یوه جامع او مسلکي ټيم په ټاکلو سره دا خبرې په رښتینولۍ او زغم تعقیب کړې دي.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له پاکستان سره هم د دوه اړخیز درناوي، نه لاسوهنې او نه ګواښ پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.

د مجاهد په وینا، د استانبول خبرې چې یوه پېچلې پروسه وه، د دې هوکړې په تایید پای ته ورسېدې چې دواړه لوري به په راتلونکي کې بیا مجلس کوي او پاتې موضوعات به تر بحث او غور لاندې نیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button