د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

‏د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

(۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵)

۱. افغانستان، پاکستان، ترکیه او قطر د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې پورې په استانبول کې غونډې وکړې. د دغو غونډو موخه هغه اوربند پیاوړی کول وو چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۸-۱۹ نېټه د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترکیې او قطر په منځګړتوب په دوحه کې پرې موافقه شوې وه.

۲. ټولو اړخونو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه.

۳. د پلي کولو نور جزییات به د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۶مه په استانبول کې د یوې لوړې کچې غونډه کې وڅېړل شي او پرېکړه به پرې وشي.

۴. ټولو اړخونو موافقه وکړه چې د څارنې او ارزونې یو میکانیزم جوړ کړي، څو د سولې د دوام تضمین وکړي او د سرغړونې په صورت کې د سرغړوونکي لوري پر وړاندې سزا عملي کړي.

۵. د منځګړو په توګه، ترکیه او قطر د دواړو خواوو د فعاله ونډې اخستو مننه کوي او څرګندوي چې د دواړو هېوادونو سره د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د همکارۍ دوام ته تیار دي.

د افغانستان او پاکستان د خبرو د پایلې په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د اوربند د پلي کېدو نور جزیات به د همدې کال د نومبر په ۶مه په استانبول کې د دواړو لوریو د مشرانو په کچه غونډه کې وڅېړل شي او پرېکړه به پرې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button