یمن د ملګرو ملتونو نیول شوي کارکوونکي اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ په تور محاکمه کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۴ل)

یمني ځواکونو اعلان کړی، چې د دوی له لوري نیول شوي د ملګرو ملتونو کارکوونکي به د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ په تور محاکمه شي.

د یمني چارواکو په وینا، دغه کسان وروسته له هغې ونیول شول، چې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې د یمن د لومړي وزیر په ګډون د کابینې څو وزیران شهیدان شول.

یمني ځواکونو ادعا کړې، چې د اګست په برید کې د ملګرو ملتونو ځینو کارکوونکو لاس درلود او زیاته کړې یې ده، چې قضايي بهیر یې له بشپړ شفافیت سره روان دی.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، چې یمني ځواکونو یې ۳۶ کارکوونکي نیولي دي. یاد سازمان دا تورونه بې‌اساسه بللي او د هغوی د بې‌قید خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د اسلامي هېوادونو ګڼ وګړي باور لري، چې ملګري ملتونه له مسلمانانو سره د انصاف او برابرۍ پر ځای، د لوېدیځو هېوادونو او ملاتړو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button