ولسمشر احمدالشرع واشنګټن ته سفر کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۴ل)
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي “ټام باراک” اعلان کړی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع به د روان کال د نومبر میاشتې پر ۱۰مه نېټه واشنګټن ته سفر وکړي.
راپور زیاتوي، دا د امریکا پلازمینې ته د سوریې د یوه ولسمشر لومړی رسمي سفر ګڼل کېږي.



