په سمنګان او بلخ کې د تيرې شپې زورورې زلزلې درانه تلفات اړولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
تېره شپه په افغانستان کې يوې نسبتاً شديدې زلزلې په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د خلکو ژوند او مال ته درانه زیانونه اړولي دي.
د اروپایي ـ مدیترانې د زلزلهسنجۍ مرکز د معلوماتو له مخې، دا زلزله د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۴ درجې وه چې مرکز یې د مزارشریف ښار ته نږدې، د ځمکې په ۲۸ کیلومتره ژوره کې و.
د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند صمیم جوینده ویلي، په دغه ولایت کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ تنه شهيدان شوي او له ۱۴۰ زیات ټپیان دي.
سرچینې وایي، په بلخ ولایت کې هم ګڼې ودانۍ نړېدلې دي او د مزارشریف د روضې مبارکې تاریخي ودانۍ ته هم زیان رسېدلی دی.
رویټرز اژانس د امریکا د جیولوجیکي سروې په حواله لیکلي چې د پام وړ تلفات او پراخ تاوانونه احتمال لري.
د بلخ او سمنګان چارواکي وایي، د ژغورنې ډلې زیانمنو شویو سیمو ته رسېدلې دي او د تلفاتو وروستۍ شمېرې به وروسته له رسنیو سره شریکې شي.



