ټرمپ: د ونزویلا د ولسمشر واکمنۍ پای ته نږدې شوې؛ اوکراین ته به توماهوک توغندي ور نه کړم

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو واکمني پای ته نږدې شوې ده او امکان لري ډېر ژر له واکه لېرې شي. ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د «سي بي اس» شبکې له «۶۰ دقیقې» پروګرام سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل، امریکا د ونزویلا پر ضد د جګړې نیت نه لري، خو د مادورو سیاسي راتلونکی روښانه نه دی.
ټرمپ همدارنګه ویلي، دا مهال د اوکراین لپاره د «توماهوک» اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د لېږلو پلان نه لري.
د ده په وینا، د ناټو ځینې هېوادونه هڅه کوي دغه وسلې اوکراین ته ورکړي، خو دی نه غواړي د روسیې جګړه نوره هم پراخه شي.
نوموړي زیاته کړې، لا هم پرېکړه نه ده وروستۍ شوې، خو کېدای شي وروسته خپل نظر بدل کړي. ټرمپ دا ادعا هم کړې چې روسیه او چین پټې اټومي ازموینې کوي او له همدې امله یې د امریکا دفاع وزارت ته د دغو ازموینو د بیا پيل ارزونې امر کړی دی.



