ملي دفاع وزارت: سمنګان او بلخ کې د زلزلې له زیانمنو سره د ملي اسلامي اردو د ژغورنې ټیمونه رسېدلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه شاوخوا یوه بجه د هېواد شمالي ولایتونه د زلزلې له امله ولړزېدل چې په ترڅ کې یې په ځانګړي ډول د بلخ او سمنګان ولایتونو خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.
د یاد وزارت په وینا، د ملي اسلامي اردو د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ژغورنې او بيړنيو مرستو ټیمونه سمدستي د اغېزمنو شویو سیمو ته تللي او د ټپيانو د لېږد، د خلکو د ژغورنې او د زیانمنو کورنیو د مرستې چارې یې پیل کړې دي.
د ملي اسلامي اردو مسئولین وايي، پوځ د هېواد د هر وګړي د خوندیتوب لپاره ژمن دی او د هر ډول طبیعي پېښو پر مهال د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.
د تيرې شپې د زلزلې د تلفاتو وروستۍ شمېرې تر اوسه نه دي څرګندې شوې.



