زلزلې د وارداتي برېښنا مزي پرې کړي، کابل او څو ولایتونه له برېښنا بېبرخې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، د تېرو شپو زلزلې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي په دوو برخو کې پرې کړي چې له امله یې د کابل په ګډون ګڼ ولایتونه له برېښنا بېبرخې شوي دي.
د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، مزي د نایبآباد او سمنګان ترمنځ، او همدارنګه د خُلم او پلخمري ترمنځ پرې شوي دي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دغو پرېکونونو له امله د بغلان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، لوګر، پکتيا، غزني او میدان وردګ ولایتونه د وارداتي برېښنا له خدمت څخه محروم شوي دي.
همدارنګه ویل شوي، د تاجکستان وارداتي برېښنا مزی هم د کندوز تر پولې پورې پرې شوی چې له امله یې د هېواد شمالختیځ ولایتونه له برېښنا بېبرخې دي.
د برېښنا شرکت وايي، تخنیکي ټیمونه یې د مزو د بیا نښلولو هڅې پیل کړې او له خلکو یې غوښتي چې تر رغونې پورې له زغم کار واخلي.



