سره میاشت: د ژغورنې ټیمونه د زلزلې سیمو ته رسېدلي؛ مجاهد: ټول ارګانونه د خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره بوخت دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۴ل)

د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، چې تېره شپه په سمنګان، بلخ او بغلان ولایتونو کې د زلزلې سيمو ته د افغاني سرې میاشتې ژغورنې او روغتیایي ټیمونه رسېدلي او د زیانمنو خلکو عاجلې مرستې یې پیل کړي دي.
سره مياشت وايي،دا ټیمونه د ټپیانو د درملنې، خلکو د ژغورنې او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ چارې په بېړنۍ توګه پرمخ وړي.
له بلې خوا د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د پېښې له امله د خلکو غمشریکي کړې او ویلي یې دي چې د شهیدانو لپاره جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره عاجله شفا او د هغوی خپلووانو لپاره صبر او اجر غواړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې ټول اړوند مسئولین او ارګانونه په بشپړ ډول بوخت دي ترڅو عاجل خدمتونه او مرستې خلکو ته ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button