ملګري ملتونه: د شمال زلزلهځپلو ته دې بېړنۍ او بشردوستانه مرستې ورسول شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د هېواد په شمال کې له زلزلهځپلو سره خواخوږي ښودلې او د سملاسي بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره باید بېړنۍ او همغږې شوې مرستې وشي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم د افغانستان په شمال کې د ویجاړونکې زلزلې له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
یادې کمېشنرۍ ویلي، چې زلزلهځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او زیاتوي چې د ملګرو ملتونو ادارې او شریکان یې د وضعیت د ارزونې او د مرستو د رسولو چمتووالی نیسي.



