دفاع وزارت وايي، روغتیایي او کمانډو ځواکونه يې لا هم د زلزله‌ځپلو د ژغورنې او په مرستندويه هڅو بوخت دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۹ الفتح قول اردو مسؤلین وايي، چې د شمال زون زلزله‌ځپلو سیمو ته یې روغتیایي او انجنیري ټیمونه د بېړنیو مرستو لپاره استولي دي.

دفاع وزارت ويلي، چې د یادې قول اردو د شمال زون د ساحوي سل بستریز روغتون روغتیایي ټیم د پېښې ځای ته په وخت ورسېد او ۹ تنه شهیدان او ۲۳ تنه ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړل.

دفاع وزارت وايي، چې بل روغتیایي ټیم هم د بلخ ولایت شولګر ولسوالۍ ته استول شوی و، چې له سیمې یې ۳ تنه شهیدان او ۱۲ تنه ټپیان انتقال کړي دي.

دفاع وزارت ويلي، چې اوس هم سلګونه تنه ځانګړي کمانډو او دفاعي ځواکونه په زیانمنو سیمو کې د تصفیې او مرستندویو عملیاتو په دوام بوخت دي.

مربوطه مطالب

Back to top button