په لومړي ځل د زهران ممداني په نوم يو مسلمان د نیویارک د نوي ښاروال په توګه وټاکل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۴ل)

د زهران ممداني په نوم يو مسلمان چې د نیویارک ایالت چپی سیاست‌وال دی، د سختو سیالیو او لانجو وروسته د امریکا د تر ټولو لوی ښار ـ نیویارک ـ د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.

د امریکا رسنیو د نومبر په ۵مه راپور ورکړی چې ممداني د پخواني والي اندرو کومو پر وړاندې بریا خپله کړې ده.

ممداني، چې د نیویارک د کویینز استازی او ۳۴ کلن دی، د ژوند د لګښتونو د کمولو، وړیا ښاري ترانسپورت، د ماشومانو د ساتنې وړیا خدمتونو او د دولتي خوړو پلورنځیو د رامنځته کولو ژمنې کړې وې.

نوموړی به د جنورۍ په میاشت کې د دندې پیل سره د نیویارک لومړنی مسلمان ښاروال وي.

د ده بریا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ځینو محافظه‌کارو رسنیو هغه د اسلامي شالید او سیاسي نظرونو له امله تر سختو نيوکو لاندې راوستی و.

ټرمپ ممداني «یهودستیز» يا د يهودانو ضد بللی او خبرداری یې ورکړی چې د هغه د بریا په صورت کې به د نیویارک بودیجه کمه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button