د افغانستان او پاکستان د استخباراتي مشرانو په مشرۍ درېیم پړاو مذاکرات سبا په ترکیه کې پیلېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو سبا، د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه/ د نومبر ۶مه) د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شي.
د سرچینو په وینا، دا پړاو به د دواړو هېوادونو د استخباراتو د مشرانو تر مشرتابه لاندې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، د افغان پلاوي مشري د استخباراتو لوی رییس مولوي عبدالحق وثیق کوي، او پاکستاني لوري ته به د آیاېساې رییس عاصم ملک د خپل هېواد استازیتوب کوي.
تمه ده چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند، سرحدي امنیت او همکارۍ پر موضوعاتو خبرې وشي.
یاده دې وي، چې له دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه پړاوونه خبرې ترسره شوې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو مشران په مستقیم ډول د مذاکراتو مشري کوي.



