د افغانستان شمال کې زلزله؛ برېتانوي وزیر د نړیوالو همدردي ستایلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴، لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان شمالي سیمو کې د شوې زلزلې له امله د خلکو ژوند او مال ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د زلزلې له قربانیانو سره د همدردۍ په لړ کې یو شمېر نړیوالو چارواکو هم غبرګون ښودلی دی.
برېتانوي چارواکي “Hamish Falconer MP”
ویلي:
> “زما همدردي د افغانستان شمال کې له هغو خلکو سره ده چې، زلزلې اغېزمن کړي دي، په ځانګړي ډول له هغو سره چې بېکوره شوي یا یې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي. موږ د خپلو بریتانوي شریکانو، په ځانګړي ډول د @IFRC، منندوی یو چې له اغېزمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره په سیمه کې کار کوي.”
د ویلو ده، چې د افغانستان بلخ او سمنګان ولایتونه د تېرې دوشنبې شپې زورورې زلزلې ولړزول او سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.



