د استانبول ناستې د پایلو په اړه د اسلامي امارت د وياند ذبیح الله مجاهد وضاحت

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷لړم، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد، د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د کوربهتوب او منځګړیتوب له امله د ترکیې جمهوریت او قطر دولت له وروڼو هېوادونو یوځل بیا مننه کړې.
ښاغلي مجاهد په دې اړه په يوه وضاحتي بيان کې ليکلي، د افغانستان اسلامي امارت استازي د مشرتابه په ځانګړي هدایت، په ښه نیت او صلاحیت سره له پاکستاني لوري سره استانبول کې دوه ورځې پر لهپسې (د نومبر ۶مه او ۷مه) په دې هیله ګډون وکړ چې دا ځل به پاکستانی اړخ له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسؤولیتپذیرۍ او رغنده نیت د ستونزې د اساسي حل لپاره جدي وي او له واقعبینانه او قابل عمل غوښتنو سره به خبرو ته وړاندې شي.
نوموړي زياته کړې، متأسفانه چې پاکستاني لوري د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسؤولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی ښود.
ښاغلي مجاهد ويلي، د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسؤولانه او نه همکارۍ روحیه ددې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو.
د مجاهد په وینا ، د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په خپل اصولي دریځ ټینګار کوي، چې هیچاته به اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر خلاف استفاده وکړي او نه به بل هیواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي.
هغه ويلي، د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او د افغانستان اسلامي امارت ورته نېک نیت او د امن هیله لري او د خپل مسؤولیت او وړتیاوو په حدودو کې به همکاري ورسره کوي.
ښاغلي مجاهد يوځل بيا ټينګار کړی وايي، چې د افغانستان د ولس او خاوري دفاع د افغانستان اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده او د هر تجاوز پر وړاندې به د الله تعالی په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي.



