په جوزجان او سرپل کې د پاکو اوبو ۱۴ شبکو د جوړولو کارونه پیل شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷لړم، ۱۴۰۴ل)
د کليو د بیارغونې او پراختیا وزارت د جوزجان او سرپل ولایتونو په لسو ولسوالیو کې د پاکو اوبو د رسولو ۱۴ شبکو د جوړولو چارې پیل کړې.
ياد وزارت وايي، دا پروژه د څه باندې ۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت عملي کېږي، چې له بشپړېدو وروسته به ۵۶۲۹ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د ياد وزارت وزیر ملا محمد يونس اخندزاده ويلي، چې دغه وزارت هڅه کوي څو د خپلو امکاناتو له مخې د خلکو اړتیاوو ته په پام د هېواد په لرو پرتو سیمو کې پرمختیایي پروژې پلي کړي.
د ده په وینا، د دغو شبکو د کار پر مهال به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.



