ترکیې د نتنیاهو په ګډون د ۳۷ اسراییلي چارواکو د نیولو حکم ورکړ؛ حماس یې هرکلی کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷لړم، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې د استانبول څارنوالۍ د جمعې په ماښام د اسراییلو د ۳۷ چارواکو د نیولو حکم صادر کړی، چې په هغو کې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو هم شامل دی. پر دغو کسانو د «نسل‌وژنې» یا بشري وژنو تورونه لګول شوي دي.

د حکم په لړ کې د اسراییلو د پوځ مشر ایال زامیر، د دفاع وزیر یسرائیل کاتس او د کورني امنیت وزیر ایتمار بن ګویر هم نومول شوي دي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د اسراییلو پوځ د تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزه کې بریدونه روان ساتلي او له اوربند سره د موافقې باوجود یې نږدې ۲۰۰ ځلې سرغړونه کړې ده چې د همدې بريدونو له کبله لسګونه فلسطینیان وژل شوي او ګڼې استوګنې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د حماس اسلامي غورځنګ د ترکیې د عدلي پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې «د عدالت، انسانیت او ورورولۍ څرګندونه» بللې ده.

حماس له نړیوالو محکمو او هېوادونو غوښتي، چې د اسراییلو د جګړه‌مارو مشرانو پر ضد قانوني تعقیب پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د غزې جګړې تر اوسه نږدې ۶۹ زره فلسطینیان وژلي او له ۱۷۰ زرو زیات ټپیان کړي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button