په برازیل کې زورور توپان؛ شپږ تنه مړه، سلګونه ټپيان او زر تنه بې‌کوره شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸لړم، ۱۴۰۴ل)

د برازیل په جنوبي ایالت پارانا کې یو زورور توپان د ریو بونیتو دو ایګواسو ښار سخت ویجاړ کړی دی.

د راپورونو له مخې، په دې طوفان کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي، شاوخوا ۷۵۰ تنه ټپيان شوي او نږدې زر کسان بې‌کوره شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وايي، د توپان بادونو سرعت په یوه ساعت کې تر ۲۵۰ کیلومترو پورې رسېده چې د ښار شاوخوا ۹۰ سلنه ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.

د طوفان له امله کورونه، ښوونځي او موټرونه له‌منځه تللي او خلک د خپلو وسایلو د ژغورلو هڅې کوي.

چارواکو بیړنی حالت او درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ایالت د هوا پېژندنې ادارې په وینا، توپان له سختو بارانونو او بادونو سره مل و او ګڼ شمېر خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button