په بیروت د صهیونیستي رژیم هوایي بریدونو کې د حزبالله د یو مهم قوماندان په ګډون ګڼ کسان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
لبناني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسرائیلو جنګي الوتکو د تېرې شپې د بریدونو په پایله کې د حزبالله اسلامي غورځنګ یو مهم قوماندان له څو نورو ملګرو سره شهید شوی دی.
سرچینې وایي، یاد بریدونه د بیروت جنوبي سیمې «ضاحیه» کې شوي، چې د حزبالله د ملاتړ سیمه بلل کېږي.
د حزبالله سرچینو د خپلو څو سرتېرو شهادت تایید کړی؛ خو د دقیقو جزئیاتو له خپرولو یې تر اوسه ډډه کړې ده.
صهیونیستي پوځ د بریدونو مسؤلیت منلی او ویلي یې دي، چې هدف یې د حزبالله پوځي تاسیسات او د قومندانۍ یو مهم مرکز و.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو ورځو کې د جنوبي لبنان او اشغالي فلسطین سرحدي سیمو کې حالات ترینګلې دي او د دواړه لوري پر یو بل بریدونه کوي.



