کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸لړم، ۱۴۰۴ل)
د ناتو پخواني سرمنشي او د ناروې اوسني د ماليې وزير ينس ستولتنبرګ د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د ناتو تر ټولو ستره ماته بللې ده.
نوموړي د تايمز له ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي: «دا د ناتو تر ټولو لويه ماته وه»، خو ورسره يې زياته کړې چې د افغانستان څخه د ځواکونو ايستلو پرېکړه سمه وه.
په ۲۰۲۱ کال د اګست په لومړيو کې د اسلامي امارت ځواکونو خپل پوځي عمليات پراخ کړل، د اګست په ۱۵مه کابل ته داخل شول او جګړه يې پاى ته رسېدلې اعلان کړه.
يو ورځ وروسته د هغه وخت هېواد مشر اشرف غني هېواد پرېښود او د اګست په ۳۱مه د امريکايي ځواکونو وروستی پوځي کاروان له کابل هوايي ډګر څخه ووت، چې ورسره د شل کلن پوځي اشغال فصل وتړل شو.


















