ولسمشراردوغان: د افغانستان- پاکستان وضعیت له نږدې څارو او د دوامداره اوربند هېله لرو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۴ل)

د ترکيې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ويلي، چې هېواد يې د افغانستان او پاکستان تر منځ روان وضعیت له نږدې څاري او له دواړو لوريو يې غوښتي چې اوربند ته دوام ورکړي.

اردوغان دغه څرګندونې په باکو کې د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف سره د کتنې پر مهال کړې دي.

نوموړي هیله وښوده چې د ترکيې په منځګړتوب دواړه لوري وکولای شي يوې دايمي حللارې ته ورسېږي.

یاده دې وي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستي مذاکرات د ترکيې او قطر په منځګړتوب ترسره شول؛خو له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدل.

مربوطه مطالب

Back to top button