کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
یمني چارواکو اعلان کړی، چې د یوې میرمنې په ګډون یې شپږ کسان د صهیونيستي ریژیم لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.
چارواکو ویلي، چې دغو کسانو د یمن د ملي امنیت او ملي ګټو پر ضد فعالیتونه ترسره کړي وو.
د یمن د امنیتي ادارو د معلوماتو پر اساس، یاد کسان د اسرائیلو د استخباراتي شبکو له خوا استخدام شوي وو او د هېواد د مهمو دولتي او نظامي ادارو د معلوماتو د انتقال هڅې یې کولې.
چارواکي وایي، چې محکمه په بشپړه توګه عادلانه وه او د یمن د قانون له مخې د جاسوسانو سزا مرګ ده.
د یمن چارواکو ټینګار کړی، چې د هېواد امنیت او ملي ګټې د هر ډول بهرنيو مداخلو څخه خوندي ساتل د دولت لومړیتوب دی او ورته اقدامات به دوام ولري.


















