ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۳ میلیارده افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸لړم، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته د ۳ میلیارده او ۳۲۱ میلیونو افغانیو په لګښت شپږ پروژې منظورې او په شپږو نورو کې تعدیلات راوستل شوي دي.
د کمېسیون د پرېکړې له مخې، د څلورو پروژو د بیو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره د مذاکراتو د ترسره کولو دنده ځانګړو کمېټو ته وسپارل شوه، یوه پروژه بېرته ازادې داوطلبۍ ته وسپارل شوه، او یوې بلې پروژې د بیا ارزونې سپارښتنه وشوه.
اقتصادي معاونیت وايي، په منظور شوو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو ذخیرې بند، د پروان ولایت د بګرام او کوه ساپي ترمنځ سړک، د جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ته د برېښنا رسونه او همداراز د برېښنا توزیع پاتې چارې شاملې دي.



