عبدالملک حوثي حماس ته: یمن به تر پایه فلسطین سره ولاړ وي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” حماس اسلامي غورځنګ ته په پیغام کې ویلي، چې د یمن ملت او وسله وال ځواکونه د فلسطیني ولس ترڅنګ ولاړ دی او د غزې له مقاومت سره به تر پایه وفادار پاتې شي.

نوموړي ویلي: «موږ ستاسو سره په خپل عهد او ژمنه کې مستقیم او محکم ولاړ یو، هېڅ فکر مه کوئ، موږ ستاسو د هر امر تابع یو او په هر حالت کې به لبیک وایو.»

حوثي دا څرګندونې په داسې مهال کړې دي، چې د غزې د اوربند له تړون وروسته صهیونیستي رژیم یو ځل بیا د حماس پر سنګرونو او ملکي سیمو بریدونه پيل کړي دي.

په همدې حال کې یمني ځواکونو ګواښ کړی، چې سور سمندرګي کې به د اسرائیلو اړوند بېړیو پر ضد بریدونه زیات کړي او ویلي یې دي، چې دا اقدام د غزې د مظلوم ملت د ملاتړ په موخه ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button