حماس: د رفح جګړې مسؤلیت به د صهیونیستي ريژیم پر غاړه وي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ یو مشر محمد نزال خبرداری ورکړی، چې که د رفح په ښار کې جګړه پیل شي، ټول مسؤولیت به یې د صهیونیستي رژیم پر غاړه وي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې فلسطیني مقاومت د اوربند تړون ته ژمن دی؛ خو که اشغالګر د توافق خلاف عمل وکړي، نو حماس به اړ شي غبرګون وښيي.
نزال ټینګار کړی، چې هر ډول تېری به د وضعیت د لا کړکېچ او نښتو د بیا تازه کېدو سبب شي.



