د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۲۱۹۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹لړم، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو څخه ټولې ۲۱۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۶۶۶ تنه دی، هېواد ته راستنې شوې او د هغوی د ثبت، لېږد او مرستو چارې بشپړې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې د سپین بولدک، تورخم، بهرامچې، د ورېښمو لارې او هرات د اسلامکلا له لارو راستانه شویو کورنیو ته د لېږد، مالي مرستو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې عملي ګامونه اخیستل شوي دي. د ټرانسپورټ کمېټو له لارې ۱۶۰۹ کورنۍ (۱۰۵۵۳ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته انتقال شوې او نږدې ۱۱ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د راپور له مخې، له نږدې ۱۹۶۶ کورنیو سره نغدي مرستې شوې، ۱۶۶۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه ویشل شوي او سلګونه راستانه شوي مهاجرین روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.



