پنجشېر: د ۷.۶ میلیونه ډالرو په لګښت د پارندې ۴ مېګاواټه برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۴ل)

د پنجشېر د پارندې اوبیزې برېښنا تولیدي فابریکه نن پنجشنبه د افغانستان اسلامي امارت لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په پرانيست غونډه کې وویل، چې د برېښنا انرژي د هېواد په پرمختګ کې لوی اهمیت لري او د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د برېښنا د تولید پروژو بشپړونې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د پارندې فابریکه د څلور مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري او د پاکې انرژۍ یوه پیاوړې سرچینه بلل کېږي، چې له لارې به یې له ۴ زرو زیاتو پېرودونکو ته دوامداره برېښنا برابره شي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس ډاکټر عبدالباري عمر وویل، چې یوازې د پارندې فابریکې د بشپړاوي لپاره نږدې ۸ میلیونه ډالر لګول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د تېرو نیمه کاره برېښنا پروژو بشپړاوي ته ځانګړې پاملرنه شوې او دې اقداماتو سره به په هېواد کې برېښنايي خدمتونه په پراخه کچه ښه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button