افغانستان د ازبکستان سره د هوايي او ځمکني کوریډور قرارداد لاسلیک کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
یوې معتبرې سرچینې ویلي، چې افغانستان او ازبکستان په ترمذ ښار کې په لومړي ځل د هوايي او ځمکني کوریډور په تړاو تاریخي قرارداد لاسلیک کړ.
سرچینې څرګنده کړې، چې د دې کوریډور له لارې به د افغانستان مېوې او زراعتي محصولات اروپايي هېوادونو، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته صادرېږي، چې د هېواد د صادراتو د پراختیا او سوداګرۍ د ودې لپاره به مهم ګام وي.
یاد قرارداد د بلخ ولایت د ځايي چارواکو، سوداګرو او ازبکستاني چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې تړون لا رسمي اعلان شوی نه دی، خو د یوې مهمې غونډې پر مهال به په رسمي توګه اعلان شي.
دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغان حکومت له پاکستان سره د ټولو سوداګریزو او ترانزیتي لارو تړل اعلان کړي دي.



