بنګله دېش کې حکومت ضد لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي
کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۴ل)
د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې پرون پنجشنبه پراخ حکومت ضد لاریونونه پیل شوي، چې د راپورونو له مخې اوس یې بڼه تاوتریخوالي ته اوښتې ده.
دا مظاهرې د جماعت اسلامي ګوند له خوا رهبري کېږي، چې هېواد کې د عمومي ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کېدو غوښتنه کوي.
همداراز دغه ګوند د پخوانۍ لومړۍ وزیرې “شیخ حسینه” د نیولو او محاکمې غوښتنه هم کوي.
لاریونوال د پخواني لومړۍ وزیرې شیخ حسینه پر ضد شعارونه ورکوي او د حکومت پر اقتصادي او سیاسي پالیسیو نیوکې کوي.
راپورونه وایي، چې د لاریون کوونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او د جماعت اسلامي او پاکستان بیرغونه رپوي.
د بنګلهدېشي رسنیو په وینا، د ډاکې ښار په بېلابېلو سیمو کې مظاهرهچیانو د پولیسو، اور وژنې او دولتي ادارو پر موټرو بریدونه کړي او ګڼ شمېر وسایط یې سوځولي دي.



