وحيدالله مصلح
پنځه کاله مخکې دا يوه غمجنه شپه وه، موږ په الحيات روغتون کې د خپل ابدي ويده شوي مشر له جسد سره په خوا کې وو، يو استاد په خپل ټول وقار پر بستر پروت و او خواخوږي او شاګردان يې شاوخوا داسې ناست او ولاړ وو تا به ويل چې د خپل مرشد ويښېدو ته شېبې شماري… خو هغه په ابدي خوب ويده و او موږ يې په جدايي ذهني کړاو ګاللو.
استاد صفت الله قانت د خپل همزولي نسل يو ارمانجن مبارز او زموږ د نسل يو لرليد لرونکی استاد و، هغه نه يوازې په فکري او نظري بنيادونو کې د يو نخبه قشر د پالنې فن درلود، بلکه د عمل يو الګو شخصيت و، د هغه په شخصيت کې فکر او عمل غبرګې تجلا ګانې کولې.
استاد په اسلامي حرکي لاره کې د ژوندي تقابل، مبارزې او دروېشې زندګۍ د امتزاج سبک درلود، دا رنګ او دا سبک په ځانګړي ډول په نخبه يي اسلامي حرکتونو کې ډېر وګړي نه لري، دا امتزاج د اسلامي ملتونو د منځ نه راخوټېږي او دا امتزاج له ملتونو سره د کوشېر، خپلوۍ او ژورې اړيکې جوهر جوړوي، استاد چې لرليد يې درلود، نو د خپلو خلکو له شان نه يې پورته تظاهر نه کاوه، هغه په لوی علمي شخصیت کې يو وطني او کليوال انسان و چې د ښکاره ټکو او ظاهر پر ځای يې معنا ته ارزښت ورکاوه.
استاد په ټوله معنی يو نظرياتي شخصيت و، د هغه په سينه کې د افغان وطن متنوع ارزښتونه په اسلامي صيقل کې ډېر بې غرضه او په نياو پراته وو، هغه ته زموږ د وطن پښتون، تاجيک، ازبېک، ترکمن او هزاره په قومي شناخت محترم نه وو، هغه ته دا هر يو د دې وطن په ارزښتي مقياس مخکې او وروسته وو، هغه د هېواد مسايلو ته له ارزښتي پلوه کتل او په دې پلو کې وړو محلي، قومي او ژبنيو عنصرونو ناسم رول نه درلود.
استاد د کلي او ولس له اجتماعي کوډونو خبر و، او تل يې د کلي او ولس اجتماعي غوښتنو او نزاکتونو ته پاملرنه کوله، هغه د خپل ولس له غريب سره غريب نوازي کوله، له خان سره يې په سياله اړيکه کې تعامل کولو، او د ولس له ديني رمزونو سره يې احترام او عزت پاللو، په دې حساب هغه د ټولنې په ارزښتونو يو اګاه او باوري شخصيت و. استاد د اړيکو لويه دايره درلوده، هغه هيڅکله په دومره ډېرو اړيکو کې ستړی نه شو، زه به حيران وم چې استاد دا دومره ډېرې اړيکې څنګه پالي؟ خو واقعيت دا و چې نوموړى په همغه بوخته نظرياتي زندګۍ کې د اړيکو عملي مظهر هم و.
اسلامي جريانونه په خپلو تشکيلاتي اډانو کې مشورتي پابندۍ لري او په مشورتي حدونو کې شخصي کارېسما بيا ډېر تبلور نه کوي، خو کله چې يو څوک له دغسې بندو مشورتي حدونو سر کوي او راووځي، دا نو بيا د شخصيت او کرکټر فوق العاده ځانګړنه ده، چې هغه محدود نه پرېږدي، استاد له دغسې حدونو راوتلی همدغسې يو کارېسمايي شخصيت و. اسلامي جريانونه د نسلي پيوستون او فکري باورونو په خاطر اړتيا لري چې مشران شخصيتونه ولري او دا شخصيتونه بايد په خپلې کارېسما کې راڅرګند شي او د مشرۍ مقام تر لاسه کړي، کارېسما په حرکي تربيه کې صيقل کېدای شي خو پنځېدل يې طبيعي او خدايي وي، په ټولنيزو جريانونو کې اکثره کارېسمايي کادرونه په چانسونو او بختونو راپيدا کېږي خو ځلا او پياوړتيا ورته بيا حرکي سرچينې او پالنې ورکوي، ځکه خو کله چې اسلامي جريانونه کارېسمايي مشران له لاسه ورکوي دا خلا بيا په ډېره سختۍ ډکېږي.
بالاخره استاد په يوې نازکه مرحله کې خدای پاماني وکړه، هغه چې د اړيکو په يوې اوږدې ماضي کې محور پاتې و، خو د تغير او تحول په مرحله کې بيا د نوموړي نه شتون د اړيکو دا محور له زوره وغورځولو. استاد لاړو او جدايۍ يې زړونه سخت وداغل، د نوموړي کارېسما به ان شاالله په بل رنګ کې تبلور کوي خو دا انتظار به اوږد صبر غواړي او د صبر مېوه خوږه وي.


















