کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند “اخندزاده عبدالسلام جواد” ویلي، چې چابهار بندر د پاکستان د بدیلې لارې په توګه افغان سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او سوداګر اوس په لارو کې د دوی د مالونو د بندېدو اندېښنه نه کوي.
جواد له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د یو اعشاریه ۶ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري کړې خو په همدې موده کې بیا د افغانستان او پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ سوداګري یوازې یو اعشاریه یو میلیارد ډالره وه.


















