عبدالملک حوثي: غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه له اوربند ښکاره سرغړونه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” ویلي، چې د صهیونیستي رژیم لخوا په غزه کې روان بریدونه او جنایتونه د اوربند له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.

حوثي زیاته کړې، چې د اسراییلو بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او د بشریت پر ضد جنایت بلل کېږي.

نوموړي ویلي، د اوربند په نوم شویو ژمنو ته درناوی نه کېږي او صهیونیستي رژیم د ماشومانو، مېرمنو او ملکي خلکو وژلو ته دوام ورکوي.

د انصارالله مشر له اسلامي هېوادونو، ازاد ولسونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د فلسطیني ولس ملاتړ ته را وړاندې شي او په روانو جنایتونو چوپ پاتې نه شي.

حوثي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د یمن ولس به د غزې د مظلومو خلکو ترڅنګ ولاړ وي او د ظلم پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button