د اسرائیلو هوايي برید کې د حزب‌الله دوه لوړپوړي قوماندانان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وايي، چې د لبنان په جنوب کې د اسراییلو د هوايي برید کې د حزب‌الله اسلامي مقاومتي غورځنګ دوه لوړپوړي قوماندانان وژل شوي دي.

عیني شاهدان او سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې دغه برید تېره شپه د لبناني جنوبي ښار «صور» ته نېږدې ترسره شوی، چې په کې د حزب‌الله اړوند یو پوځي موټر په نښه شوی دی.

ویل کېږي چې وژل شوي کسان د حزب‌الله د جنګي چارو له مهمو مسؤلینو څخه وو؛ خو تر اوسه د حزب‌الله ډلې یا لبناني چارواکو په رسمي ډول د وژل شویو قوماندانانو هویت نه‌دی افشا کړی.

اسرائیلو له تېرو ۳ اونیو راهیسې په جنوبي لبنان کې د حزب‌الله پر اهدافو بریدونه زیات کړي او دغه برید هم د همدې لړۍ دوام بلل شوی دی.

حزب‌الله تر اوسه د دې برید په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی؛ خو احتمال شته چې د غبرګون په توګه پر اسرائيلي اهدافو د توغندیو بریدونه ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button