د مهاجرينو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۱۴۸۰ کورنۍ په اجباري ډول راستنې او اړین خدمات ورکړل شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د یکشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۴۸۰ کورنۍ (۷۹۹۰ تنه) افغان مهاجرین په اجباري ډول راستانه شوي او د ثبت، لېږد، روغتیايي او مالي برخو کې ورته خدمات ترسره شوي دي. د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر کډوال د سپین بولدک له لارې داخل شوي چې شمېر یې ۹۵۰ کورنیو ته رسېږي.

کمېسیون زیاتوي چې د لېږد په برخه کې ټولټال ۱۹۹۱ کورنۍ (۱۰۱۳۴ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته رسول شوي او شاوخوا ۱,۴ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

همداراز د مالي چارو د کمېټې له لوري ۱۲۷۲ کورنیو ته له ۱۰ میلیونو څخه ډېره نغدي مرسته هم ورکړل شوې ده. د خدماتو په برخه کې زرګونه ډوډۍ، څښاک‌اوبه، روغتیايي اسانتیاوې او نږدې ۱۴۰۰ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button