عبدالمتین قانع: کابل کې یو کیلو شیشه او له ۱۰۰۰ زياتې نشه يي ګولۍ ونیول شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل کې یو کیلو ګرامه شیشه او ۱۰۶۹ دانې نشه يي ګولۍ کشف او ترلاسه کړي دي. د وزارت په وینا، دا توکي د پلچرخي دروازې ته څېرمه د ځانګړو عملیاتو پر مهال وموندل شول.

چارواکي زیاتوي، د نشه يي توکو دغه اندازه د پلچرخي سیمه کې په داسې حال کې نیول شوې چې قاچاقوونکي یې د لېږد هڅه کوله. پولیسو د پېښې په تړاو دوه تنه هم نیولي دي.

وزارت وايي، نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي، او د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد عملیات به لا هم دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button