ترکیه: چمتو یو د غزې امنیت په غاړه واخلو؛ خو اسرائیل مخالفت کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

د ترکيې حکومت ويلي، چې هېواد یې چمتو دی، چې د غزې تړانګې امنیتي مسؤولیت پر غاړه واخلي؛ خو دا اقدام د اسرائیلي لوري له مخالفت سره مخ شوی دی.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، که نړیوال توافق رامنځته شي، ترکیه چمتو ده خپلې سوله‌ساتې او امنیتي ډلې غزې ته واستوي، څو د ملکي وګړو خوندیتوب او سیمه‌ییز ثبات وساتي.

خو اسرائيلي مقامات څرګنده کړې چې هغوی د ترکي ځواکونو حضور نه مني او وايي، دا به د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي.

ترکیه، چې حماس غورځنګ سره نږدې اړیکې لري، تل یې پر غزه د اسرائيلو یرغلونه غندلي او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د غزې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او نړیوال هڅه کوي غزه کې اوربند ته تلپاتې بڼه ورکړي ؛خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.

مربوطه مطالب

Back to top button