اسلامي جهاد: غزه به هېڅکله د امريکا تر ادارې لاندې را نه‌ شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ مرستیال مشر “عماد الهندي” ټينګار کړی، چې د غزې تړانګه به هېڅکله د امريکا تر ادارې لاندې پرېنږدي.

نوموړي د امريکا له لوري د غزې د وضعیت په اړه پر وړاندې شوي پرېکړه‌ليک سختې نيوکې کړې او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه‌ليک مبهم عبارتونه لري او د فلسطيني ملت د حقوقو هېڅ ډول تضمين نه وړاندې کوي.

الهندي زياته کړې، چې د سولې د شورا جوړښت، که له واضحو مکلفيتونو پرته وي، دا به د اشغال يو نوی شکل وي، چې د امريکا او اسرائيلو د دريځ تحميل د نړيوال ملاتړ تر نوم لاندې نشي توجيه کېدلای.

ده خبرداری ورکړی، چې دا ډول هڅې نه يوازې ناکامې دي، بلکې د فلسطین د ملت د زړور مقاومت سره مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button