د بغلان امنیتي مسئولین: طالبانو د ډنډ غوري او د ډنډ شهاب الدین د بېرته نیولو هڅې پیل کړي

کابل ټکی کام ۰۲حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بغلان ولایت امنیتي مسئولینو ویلي دي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د خپل واک لاندې سیمو کې د سنګرونو په جوړولو پیل کړی دی، او غواړي چې له ژمي وروسته د افغان ځواکونو سره د جګړې چمتووالی ونیسي.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ آمر عبدالرشید بشیر رسنیو ته ویلي دي، طالبانو یو ځل بیا د ډنډ غوري او د ډنډ شهاب الدین سیمو د بېرته نیولو سختې هڅې پیل کړي دي.
د ده په وینا چې افغان ځواکونو سر له اوسه چمتووالی نیولی دی، تر څو یادې سیمې د طالب ځواکونو لاسته ونه لویږي.
همدا راز د سیمه ییزو پولیسو قومندان امیر ګل بغلاني وايي، چې په یادو سیمو کې د طالبانو سنګرونه ډېر قوي دي.
دی وایي:
«طالب ځواکونو دلته خپل سنګرونه په داسې شان سره ټینګ کړي دي، چې څلوېښت ورځې یې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړله.»
د یادولو ده، ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمې تېر کال د سلواغې په ۴مه نېټه د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړو ډګر ګرځېدلی وو، چې د طالبانو په پرتله افغان ځواکونو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې د همدې جګړو له امله افغان ځواکونو د برېښنا ستنې هم ونړولې، چې کابل یې څو اونۍ بې برېښنا کړی وو.



